د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د ا.ا د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هند تل په افغانستان کې د ښځو د زده کړو ملاتړ کړی دی. باګچي زیاته کړې، هند په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري او د لوړو زدکړو تر څنګ د ښځو او نجونو مساوي حقونه په ټولو برخو کې تضمین کړي. باګچي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته اشاره کړې چې د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د ساتنې پر اهمیت پکې ټینګار شوی او د ښځو د بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون غوښتنه پکې شوې ده.
































