د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې بالغې نجونې یواځې د کابل ښار د جوماتونو مدرسو ته له ورتګ څخه منعې شوې دي. ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جوماتونو او حسینیو چارو د انسجام عمومي ریاست لخوا یوازې د کابل ښار په هغو جوماتونو کې چې د بالغو نجونو مدرسې پکې وي، د نه ورتللو حکم شوی .سرچینې زیاته کړې، د هغو ښځینه دیني مدارسو په اړه چې په جوماتونو کې نه دي هېڅ نه دي ویل شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په ښوونیزو کورسونو کې هم د مسوولینو د امر پر اساس د نجونو زدهکړې بهیر ډول ځنډول شوی دی.
































