د افغان سرپرست حکومت لهخوا په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز له پرېکړې وروسته، له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو استازي نن د دې موضوع په اړه ګډه غونډه کوي. په نادولتي موسسو کې د ا.ا لهخوا د نجونو او ښځو په کار بندیز، د هغو هېوادونو غوسه هم را پارولې چې افغانانو سره بشري مرستې کوي. د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د ویاند ټاپیوا ګومو له قوله لیکي، دا هېوادونه نن د دې پرېکړې په اړه خپلمنځي غونډه کوي. دغه اژانس ته له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو ویلي، د دوی په غونډه کې به د ا.ا د دې پرېکړې وروسته، پر دې بحث وشي چې ایا افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او که نه.
































