د ریاستالوزراء اداري مرستیال وايي، کومه جریمه چې په سوداګرو وضع شوې وه، معاف شوه خو په راتلونکې کې باید ټول پر خپل وخت مالیه ورکړي. نوموړي د مالي جرایمو د معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ په نوم جوړې شوې غونډه ته وویل، که څوک له قانونه سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي. حنفي وویل، ستونزې شته، ټولې په یو وار نه حلېږي خو حکومت هڅه کوي چې دغه ستونزې حل کړي. دغه راز په غونډه کې د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید وویل، د سرپرست حکومت له راتلو وروسته چې په ګمرکونو کې کومې جریمې اخیستل شوې، په یوه امانت اکاونټ کې اېښودل شوې دي. هغه زیاته کړه، له هغه چا څخه چې جریمې اخیستل شوې، د اصولو مطابق به بېرته ورکړل شي.
































