د ریاست الوزراء سياسي مرستیال د خصوصي پوهنتونو ټولنې له رهبري پلاوي سره په لیدنه کې ويلي چې ا.ا د نجونو زده کړو مخالف نه دی او هڅه کوي چې رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي. د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر بل امر پورې ځنډولې دي. دغه پرېکړه په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوه. د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال تېره ورځ د قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې له رهبري پلاوي سره وکتل. سرچينې ليکلي په دې کتنه کې د یادې ټولنې مشرتابه ويلي خصوصي پوهنتونو په سختو شرایطو کې د افغانستان د باسواده کېدو او د هېواد پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه کړې ده. خبرپاڼه کې زیاته شوې، د دې ټولنې پلاوي په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پرانیستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې خپل وړاندیزونه او مشورې شریک کړل.
































