په کابل کې د ایران نوي سفیر حسن کاظمي قمي د ا.ا له چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې په افغانستان کې د زیربنایي او اقتصادي پروژو لکه د کانونو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخه کې پانګونې ته چمتو دی. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل. تکل زیاته کړې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره په کتنه کې په ایران کې د افغان بندیانو د خلاصون او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
































