د پاکستان حکومت وایي، امریکا ژمنه ورسره کړې چې په راتلونکي میلادي کال کې به په دغه هېواد کې د بریدونو مخنیوي او امنیت ټینګښت لپاره نغدي مرسته ورسره وکړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو مخنیوي لپاره امریکا له دوی سره مالي مرسته کوي. د ده په وینا، دا خبره تېره اوونۍ امریکا ته د سفر پر مهال دوو لوړپوړو سناتورانو باب مندیز او لیندیسي ګراهام ورته کړې او ویلي یي دي چې دغه اندازه پیسې به د پاکستان د امنیت خوندیتوب لپاره ولګول شي. زرداري په ښکاره ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پر دوی کېږي، خو ا.ا بیا تل دا تورونه رد کړي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې نورو هېوادونو ته زیان ورسوي.
































