د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د ټولو ښځینه بشردوستانه کارکوونکو د کار د بندیز په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړه غندي. دغې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په رڼا او افغانستان کې د ښځو د حقونو له حقونو ښکاره سرغړونه ده. د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي، یونیسف په ټول افغانستان کې ۱۹ میلیون خلکو ته، چې تر ۱۰ میلیونه ډېر ماشومان هم پکې دي د خدماتو پروګرام لري، چې په وینا یې د ط البانو له پرېکړې سره به اغېزمن شي. یونیسف وايي، د سرپرست حکومت له مشرانو یې غوښتنه دا ده چې سم لاسي د لوړو زدکړو او بشردوستانه کار په اړه خپلې دواړې پرېکړې بېرته واخلي او ټولو نجونو زدکوونکو ته ښوونځیو ته د تللو اجازه ورکړي او نادولتي مؤسسو کې ښځینه کارکوونکو افغانستان کې بشردوستانه سکټور کې خپلو کارونو ته پرېږدي.
































