کورنیو چارو وزارت وايي، د ا.ا له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کېږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، د کوکنارو له کرکېلې مخنیوی له نشهيي توکو سره د مبارزې یوه برخه ده. د کوکنارو د کرکېلې د ممنوعیت د فرمان له صادرېدو سره سم، په هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په توګه په دغه ولایت کې د پنبې کرنه عامه شوې ده. تر دې مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې لا هم افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک تولیدوي او په وینا یې له قاچاقه یې د مخنیوي لپاره هېڅ خنډ نهشته.
































