ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو ورځو کې په نړۍ کې د بې ځایه شویو خلکو تر ټولو بې ساري شمېر راپور ورکړی دی. ملګرو ملتونو نن د دغه سازمان د بشردوستانه سکتورونو د راپور په حواله ویلي چې ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان بې ځایه شي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دغه شمېر خلک د تاوتریخوالي، بشري حقونو د سرغړونو او ځورونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې یمن، اوکراین، ایتوپیا، بورکینا فاسو، سوریه او میانمار د هغو هېوادونو په توګه یاد شوي چې د بې ځایه شویو کسانو تر ټولو ډېر شمېر لري. که څه هم افغانستان په تیرو دوو کلونو کې د سیاسي ناکراریو او بدلونونو له امله د داخلي بې ځایه شویو تر ټولو لوی شمیر درلود، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې یې یادونه نه ده شوې.
































