د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديميتري کوليبا ويلي چې د فبروري مياشتې تر وروستيو پورې به د سولې په تړاو غونډه جوړه کړي. اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس د کوليبا له قوله ويلي، کيېف په پام کې لري چې د راتلونکې فبروري مياشتې تر وروستيو پورې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش په احتمالي منځګړيتوب سره د سولې غونډه جوړه کړي. ده زياته کړې چې د غونډې د جوړيدو ځای به هم په لوړ احتمال سره د ملګرو ملتونو سازمان مرکزي دفتر وي. د اوکراين د بهرنيو چارو وزير وايي چې ډيپلوماسي د جګړې په پای ته رسېدو کې مهم رول لري او په خبره یې چې په اوکراين کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره هم، د جګړې په ډګر او د خبرو پر ميز ځينو پرېکړو ته اړتيا ده. د کوليبا تر دې څرګندونو وړاندې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي وو چې د اوکراين د جګړې په تړاو خبرو ته چمتو دی خو پر کيېف او لويديځو هېوادونو یې تور پورې کړی و چې مذاکراتو ته چمتو نه دي.
































