د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ۳۸ زلزله ځپلو کورنيو ته کورونه جوړ شول. د ياد ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مطيع الله منصور وايي چې دغه کورونه د ترکيې خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زرو ډالرو په لګښت جوړ شوي چې پرون خپلو مالکانو ته وسپارل شول. ورته مهال د دې ولسوالۍ زلزله ځپلي له سختې يخنۍ او بې سرپناهۍ شکايت کوي او وايي چې که يې ژر تر ژره د کورونو غم ونه خوړل شي نو يخني به تر زلزلې ډير تلفات ور واړوي.
































