ا.ا پر افغانستان د شوروي اتحاد د ۴۳ مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې یو وار بیا پر افغانانو غږ کړی چې د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره تل چمتو پاتې شي. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل غندل شوی او له افغانانو غوښتل شوي چې هېچاته اجازه ور نه کړي چې پر افغانانو خپلې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي. په اعلامیه کې راغلي، ا.ا د خپلو خلکو، د خدمت، له هېواد او ملي ارزښتونو څخه دفاع ته په کلکه ژمن دی. د یادونې وړ ده چې د ۱۳۵۸ هجري کال د جدي پر شپږمه شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ چې له کبله یې میلیونونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول. شوروي اتحاد له لس کلونو تېرولو وروسته په افغانستان کې ماتې وخوړه او بیرته له افغانستان څخه وتلل.
په دې جګړه کې میلیونه افغانان زیانمن شول.
































