د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې دوه زره نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت نن ویلي دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۲۴۳۰ تنو ته رسیږي د تیرې یکشنبې په ورځ د نیمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هیواد ته ستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې ایران اوس مهال د څه باندې ۳.۴ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې نودې دوه میلیونه یې د کډوالۍ اسناد نه لري. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل بهیر زیات شوی دی.
































