په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو له کار بندیز وروسته، دوو نورو خیریه موسسو کریسچن ایډ او اکشن ایډ خپلې چارې په افغانستان کې ځنډولي دي. دې دواړو موسسو ویلي، د ا.ا دې پرېکړې ناهیلي کړي دي. د کریسچن ایډ موسسې یوه خبرپاڼه کې د دې موسسې د پروګرامونو د مسوول رې حسن له قوله لیکلي شوي، په افغانستان میلیونونه انسانان له لوږي سره مخ دي او د ط البانو لهخوا په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز به هغه کورنۍ له لا ژور کړکېچ سره مخ کړي چې د افغانستان په اوسني سخت اقتصادي بحران کې یې ټوله تکیه د ښځینه مرستندویه کارکونکو په عاید ده. اکشن ایډ موسسې هم خپله خبرپاڼه کې لیکلي، د کار بندیز به، د هغو خلکو لپاره ویجاړونکې پایلې ولري چې د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.
































