ملګري ملتونه وایي، په تېر یوه کال کې بشري مرستو په افغانستان کې د قحطۍ مخه ونیوله. دې سازمان پرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اوس لپاره یو میلیون افغانان له سخت بحران سره مخامخ دي. ملګرو ملتو اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي، که بشري مرستې اړمنو افغانانو ته په افغانستان کې ونه رسیږي دا هېواد به له سخت کړکېچ سره مخامخ شي. د ملګرو ملتو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق تازه ویلي دي چې، په دوه زره درویشتم میلادي کال کې به چې څو ورځې ورته پاتې دي، تر اته ویشت میلیونه ډیر افغانان بشري مرستو ته ضرورت ولري.
































