د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپایي ټولنې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي دي چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار بندېز په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې په دې هېوادونو کې اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، امریکا، فرانسه، جرمني، اټیالیا، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ، بریتانیا شامل دي. سرچینې زیاته کړې چې دغه راز د اروپايي ټولنې لوړپوړې استازي هم دوی سره په ګډه د سرپرست حکومت پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د سرپرست حکومت دا نوی اقدام د میلیونونو افغانانو ژوند، چې بشري مرستو باندې متکي دي؛ ګواښ سره مخ کوي. د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د دې اونۍ په سر کې ددغه وزارت د سرپرست مولوي دین محمد حنیف په لاسلیک په یو مکتوب کې ویلي وو، چې د اسلامي حجاب د نه مراعات کولو له امله یې په داخلي او بهرنیو غیر حکومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي ویلي، چې د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو نه ګډون به افغانستان له ستونزو سره مخ کړي.
































