په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نيول شوي افغانان له بنده نه دي آزاد شوي. د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې په اسلام آباد کې د ا.ا سفارت او افغان جنرل کونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره پاکستان په ځانګړې ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نيول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشي شوي. سرچینې بیا هم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په یاد هېواد کې د مېشتو او مسافرو افغانانو په تېره بیا د ښځو ماشومانو سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه خورا دردوونکې ده. سرچینه وايي دا کار د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ښه پایله نه لري او په کار ده چې دغه شته بندیان ژر تر ژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسېږي، خو سفارت دانه دي ویلي چې د پاکستان په زندانونو کې څومره افغانان لا هم بنديان دي.
































