امریکا وایي د ترهګرۍ او ستونزو پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو حنیف اتمر ته په یوه پیغام کې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره به له نږدې کار کوي. پمپیو وایي دوی هڅه کوي د سولې او له کرونا سره د مبارزې په دې مهم وخت کې د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي. هغه زیاته کړې د افغانستان سوله مهم پړاو ته رسېدلې ده او په خبره یې له افغان حکومت سره په ګډه به خنډونه له منځه وړي او روانه جګړه به د خبرو له لارې ختموي. پمپیو همدا راز ویلي له هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د افغانستان او امریکا اړیکې پیاوړې کوي.
































