ملګرو ملتونو یو وار بیا په افغانستان کې له غیر دولتي موسسو سره د مېرمنو پر کار د بندیز پرېکړه خواشینوونکې بللې او له ا.ا یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي. د یاد سازمان د متخصصیونو ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاره به په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش په مخ کې ستر خنډ شي. اعلامیه زیاتوي، ښځینه کارکوونکې د اړتیاوو په ارزونه او پلان نیونه کې مهم رول لري او له دندو څخه د دوی لرې کول به سبب شي چې ګڼ شمېر افغانان له بشري مرستو بې برخې شي. په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوی د ښځو د حقونو د ترلاسه کېدو لپاره له افغان مېرمنو سره ولاړ دي.
































