امریکایي سرچینې وایي چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال پر مهال په دغه هېواد کې د وسلو په وسیله شاوخوا ۴۴ زره کسان وژل شوي چې په تېرو درېیو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. په امریکا کې د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیف ویبپاڼې له مخې، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه بیا د ډسمبر تر ۳۱ پورې په ټوله امریکا کې ۴۴۱۵۴ کسان په وسله والو تاوتریخوالو کې وژل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، په دې منځ کې ۲۰۰۶۴ کسان د بېلابېلو تاوتریخوالو په خاص ډول د یو کس له خوا پر ډېرو کسانو د برید په پایله کې وژل شوي دي او ۲۴۰۹۰ نور په وسلو ځان وژنه کړې ده. د راپورونو له مخې، د وسلې په مرسته ډله ییزې وژنې د کرکې له مله رامنځ ته شوې دي.
































