د ا.ا سرپرست حکومت وايي، ایراني چارواکي هره ورځ تر ۲۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته راستنوي. د کډوالو چارو وزارت ویلي چې یوازې همدې تېرو دوو ورځو کې د نیمروز له پولې له ایرانه افغانستان ته څه باندې ۳۲۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي دي. په دغو کسانو کې ۳۴ کورنۍ هم شاملې دي. هره میاشت ګڼ شمېر افغان کډوال ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم اروپایي هېوادونو ته د قاچاقي سفر لپاره د ایران پر پوله ور اوړي او له خطرونو ډک سفرونه کوي. که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت څه موده وړاندې ایران ته په ناقانونه تګ بندیز ولګاوه، خو لا هم ګڼ شمېر افغانان ایران ته قاچاقي روان دي. نږدې څلور میاشتې وړاندې، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان ویلي وو، هېواد یې د څلور نیم میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي.
































