د لبنان په شمالي ساحل کې د کډوالو د یوې کښتې د ډوبېدو له امله دوه تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ژغورل شوي دي. د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډیری کډوال د سوریې او شاوخوا ۵۰ تنه یې لبنانیان دي. په لبنان کې د ملګرو ملتونو ماموریت هم په یوه ټویټ کې تایید کړې چې دوی د لبنان له سمندري ځواکونو سره د بیروت او طرابلس ترمنځ په سمندر کې د لټون او ژغورنې عملیاتو کې مرسته کړې. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې ۱۵۷۰ کسانو چې ۱۸۶ لبنانیان هم په کې شامل دي، له لبنان څخه اروپا ته د ناقانونه سمندري سفرونو هڅه کړې ده.
































