بهرنیو چارو وزرات وايي، پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو نیول او بندي کول به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغیز وکړي. بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، چې ژر تر ژره دې بندي افغانان ازاد کړي. ورته مهال په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او بند ته اچولو عکسونو اندېښمن کړي دي. پاکستاني پولیسو یو شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ویزې نه لرلو له امله بندیان کړي دي. له دې سره سم پاکستان کې د افغانستان د کونسلګرۍ سرپرست ویلي، چې د دې کسانو د ازادولو لپاره هڅې روانې دي او تر پنځو ورځو به ۴۰۵ کسان له بنده ازاد شي.
































