په کابل کې د ایران سفارت وايي، په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د ډاکټر بهادر امینیان ماموریت پای ته رسېدلی او حسن کاظمي قمي په رسمي ډول په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه معرفي شوی دی. په کابل کې د ایران سفارت پرون ویلي چې د کاظمي قمي پخوانی دریځ ساتل شوی او هغه به په ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وي. د يادونې وړ ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د قوس د میاشتې په ۲۶ نېټه په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفير په توګه د کاظمي قمي د ټاکلو اعلان وکړ. باید وویل شي، چې کاظمي قومي له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.
































