چين وايي چې د امريکا متحدو ايالتونه د نړيوالو مسايلو په تړاو بې لاري کوونکي معلومات خپروي. امريکا تېره اونۍ ادعا کړې وه چې د چين يوه جې – ۱۱ جنګي الوتکه یې په نړيوالو اوبو کې د يوې ار سي -۱۳۵ الوتکې درې مترۍ ته ور نږدې شوه خو امريکايي پيلوټ په خورا مهارت سره د دواړو الوتکو د جنګيدو مخه ونيوله. په سويلي چين کې د چين د پوځ قوماندانۍ په يوه بيان کې د امريکا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې د امريکا د هوايي ځواکونو الوتکه د دوی فضايي حريم ته ور ننوتې وه. په بيان کې ويل شوي چې امريکايي پيلوټ د چين د هوايي ځواکونو پر له پسې خبرداري بابيزه وګڼل. سرچينه دغه راز زياتوي چې امريکا په لوی لاس د عمومي افکارو د بې لارې کولو هڅه کوي او په دې توګه په پر له پسې توګه د نړيوالو حقوقو اصول تر پښو لاندې کوي.
































