د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون خپلو مامورينو ته امر کړی چې د امريکا د ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو تولید او اټومي بټۍ پراخې کړي. رويټرز خبري اژانس ويلي چې اون دا امر نن سهار د نوي ميلادي کال په لومړۍ حکومتي غونډه کې صادر کړی دی. نوموړي يو ځل بيا ټينګار کړی چې هېواد یې بايد په لومړۍ درجه اټومي ځواک بدل شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره بايد د ستراتيژيکو وسلو د تولید پر پراخولو تمرکز وشي. د شمالي کوريا رهبر دغه راز ويلي چې غواړي د جاسوسۍ لپاره يوه سپوږمکۍ هم فضا ته واستوي چې ورسره به د ستراتيژيکو وسلو په کارولو کې د پيونګ يانګ وړتيا د پام وړ لوړه شي.
































