هند او پاکستان له یو او بل سره د خپلو اټومي تاسیساتو لېستونه تبادله کړل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تبادله د هغه هوکړې له مخې هر کال د جنورۍ په لومړۍ ترسره کیږي چې په ١٩٨٨ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د اټومي تاسیساتو لیست او لارښوونې په رسمي ډول په اسلام اباد کې د هند عالي کمیشنرۍ ته وسپارل شوې. اعلامیه کې راغلي چې هند هم په نوي ډیلي کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت ته دا ډول لیست سپارلی دی.
































