د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۱٦ نور ټپيان شوي دي. د فراه د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، تېر ماښام د بکواه ولسوالۍ اړوند د کاریز اسد په سیمه کې د کندهار- هرات پر لويه لار ۳۰۴ ډوله او ټېلر موټر ټکر کړی. سرچينه زياتوي د دغې پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو لخوا سیمییز روغتون ته رسول شوي دي.
































