د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت يا يوناما سرپرست مارکس پوتزل سره په لیدنه کې ويلي، چې رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي. هغه ویلي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د قطع کېدو احتمال تر ډېره خلکو ته زیان رسوي او له دې کار څخه باید ډډه وشي. د حنفي په وينا نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو دود او عنعنات په پام کې ونیسي. نوموړي ویلي، چې ا.ا د نړیوالو سازمانونو کار او فعالیت ته د لا غوره شرایطو رامنځته کولو ته ژمن دی. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوتزل ویلي، چې په نوي زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویه هېوادونو څخه د ۴٫۵ میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه شوې او د نویو محدودیتونو دوام به د دې مرستو ترلاسه کول ناممکن کړي.
































