په کراچۍ کې د افغانانو په تېره بیا بندي ښځو او ماشومانو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته اوس پاکستاني چارواکو ویلي چې افغانستان ته د دغو ښځو د استولو پروسه پیلوي. د کراچۍ په مرکزي زندان کې د چارواکو د معلوماتو لهمخې ۱۲۹ افغان مېرمنې له ۱۷۸ افغان ماشومانو سره بندیانې دي. د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو ویلي، ماشومان ځکه په زندان کې دي چې میندې یې بندیانې شوي. دوی منلې چې څه باندې ۲۰۰ افغان ماشومان چې له یو تر اتو کلونو عمرونه لري په زندان کې دي. د پاکستان په سند ایالت کې له څو میاشتو د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي.
































