د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي. هغې پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار حق د بېرته اعادې لپاره په خپل ټول توان هڅه کوي. هغې همدارنګه د یوه سولهییز او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو ونډه مهمه بللې ده. اغلې امیري په خپل ټوېټر هغه شعارونه هم بیا شریک کړي چې د افغان ښځو د تعلیم او کار لپاره جوړ شوي.
































