د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي چې لويديځ هېوادونه بايد د اوږدمهال لپاره د اوکراين ملاتړ وکړي. هغه ټينګار کړی چې له کيېفه اوږدمهاله ملاتړ به روسیه خبرو ته مجبوره کړي او په دې توګه به پر اوکراين يرغل پای ته ورسوي. سټولټنبرګ له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي چې جګړې ته د لا ډيرو سرتېرو په رابللو سره روسيه هڅه کوي چې د اوکراين جګړه اوږده کړي. د ناټو د عمومي منشي ينس سټولټنبرګ دا څرګندونې د پوتين تر هغې وينا وروسته دي چې د نوي کال په مناسبت یې خپلو خلکو ته وکړه. هغه وويل چې د هېواد بشپړتيا یې له ګواښ سره مخ ده، له همدې کبله یې په اوکراين کې پر جګړې لاس پورې کړی دی. د ناټو عمومي منشي وايي، د پوتين له څرګندونو ښکاري چې هغه پر اوکراين د بريدونو يوه نوې څپه پيلوي، چې له کبله یې بايد لويديځ هېوادونه د اوکراين اوږدمهالي ملاتړ ته چمتو وي.
































