د ايران د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي او د بیا تمديدو امکان یې هم شته. د ايران د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو کډوالو او اتباعو مدير سردار صادق رضادوست ويلي، تېره اونۍ د کورنيو چارو وزير په غړيتوب يو کمېسيون جوړ شوی او پرېکړه یې کړې چې ټولو افغان کډوالو ته دې د کار کولو اجازه او د اوسېدنې ځانګړي کارتونه ورکړل شي. د رضادوست په خبره چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه اخيستل شوي او ډير ژر به یې عملي پړاوونه هم پيل شي. د يادونې وړ ده چې دا مهال په ايران شاوخوا پنځه ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې لویه برخه یې قانوني اسناد نه لري.
































