په مکسیکو کې یوې وسله والې ډلې د دغه هېواد په شمال کې پر یوه زندان برید کړی او ۱۴ کسان یې وژلي دي. د مکسیکو د چي واوا ایالت د څارنوالۍ دفتر ویلي، لس امنیتي پوځیان او څلور بندیان هغه وخت ووژل شول، چې برید کوونکي په پوځي موټرو کې د دغه ایالت یوه زندان ته له رسېدو سره سم ډزې پیل کړې. په دغه برید کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي. چارواکي وايي برید کوونکو هڅه کوله بندیان خوشې کړي. د برید پر مهال ۲۴ تنه بندیان په تېښته بریالي شوي دي.
































