ایراني رسنیو د دې هېواد د پوهنې وزارت چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د الزهرا، کوثر خراسان شمالی او حضرت معصومه قم پوهنتونونه چمتو دي چې افغان نجونو ته تحصیلي بورسونه ورکړي. الزهرا پوهنتون ۵۰ افغان نجونو او حضرت معصومه قم پوهنتون ۳۰۰ افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې ده. د دې تحصیلي بنسټونو مسوولانو ویلي، د لیلیې د امکاناتو د زیاتوالي په صورت کې به لا ډېرو نجونو ته د زده کړو زمینه مساعده کړي. په پوهنتونونو کې د ا.ا له لوري د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته ایران ژمنه کړې چې ګڼ شمېر افغان نجونو ته به په انلاین او حضوري بڼه د تعلیم زمینه برابره کړي. له ایران سربېره امریکا، قطر، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو هم افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ټټر ډبولی دی.
































