په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د افغان سرپرست حکومت لخوا د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار د بندیز پرېکړه به د ټولو افغانانو لپاره سمدستي ګواښوونکي ځاني پایلې ولري. تیره اونۍ د اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړلې. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا بندیز پر داسې مهال لګول شوی چې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هیواد له قحطۍ، اقتصادي زوال، فقر او سخت ژمي سره مخ دی. اوچا تر دې مخکې هم ویلي چې په افغانستان کې د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز به په دغه هیواد کې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړي.
































