سیګار وایي طالبانو د تمې پرخلاف د سولې تر هوکړې وروسته تاوتریخوالی ډېر کړی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو کانګریس ته په یوه راپور کې ویلي تمه وه چې طالبان د سولې تر هوکړې وروسته تاوتریخوالی کم کړي. د نوموړي په وینا طالبانو نه یوازې دا چې تاتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې د تمې پرخلاف یې جګړې شدیدې کړې دي. جان سوپکو وایي طالبان لا هم پر افغان حکومت بریدونه کوي او له ښارونو پرته یې په نورو سیمو کې جګړو ته ادامه ورکړې ده. تر دې وړاندې ګڼو امریکايي او افغان چارواکو هم ویلي چې طالبانو د تمې او هوکړې پرخلاف جګړه شدیده کړې ده او د سولې لپاره یې اړین ګامونه نه دي اوچت کړي.
































