د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې د اوکریني پوځیانو په برید کې ۶۳ روسي پوځیان وژل شوي دي.کیېف پرته له دې چې د دغه برید مسوولیت ومني ویلي دي چې د روسیې تر کنټرول لاندې د دونتسک سیمې په ماکیفا ښار کې ددې برید مرګ ژوبله تر هغه څه ډیره زیاته ده چې مسکو یې ښيي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دې پېښه کې د وژل شویو پوځیانو د خپلوانو او کورنیو سره لازمې مرستې او ملاتړ برابر شوی دی. د روسیې دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې دا برید څه وخت شوی دی، خو ګمان کیږي چې اوکرایني ځواکونو د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ پر روسي پوځیانو برید کړی دی. د روسیې د دفاع وزارت له لوري په دومره لوړه کچه د روسي پوځیانو د وژل کېدو د خبر تایید بیساری دی. د کرملین منتقدین، روسي چارواکي په دې تورنوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو مرګ ژوبله کم اهمیته ښیي او شمېرې د اصلي مرګ ژوبلې څخه ډیرې کمې خپروي.
































