د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، که څه هم د ط البانو حکومت هوکړه کړې چې افعان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، خو دی ادعا کوي چې پاکستاني ط البان یا ټي ټي پي په افغانستان کې د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي. اصف تېره شپه له جیو نوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، په دې اړه د ط البانو له حکومت سره خبرې روانې دي. په همدې حال کې په افغانستان کې مخکېني پاکستاني سفیر منصور احمد خان ویلي چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارول کېدو په برخه کې ط البانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی. خو د ا.ا د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرې بې بنسټه وبللې او په یوه اعلامیه کې يې وویل چې افغانستان بې څښتنه نه دی.
































