ملګري ملتونه وایي جګړو په افغانستان کې فقر، بېکاري، کډوالي او ناامني ډېره کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه په خپل یوه راپور کې همدا راز د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د هوکړې هرکلی هم کړی دی. پر دغه راپور به د جون په پنځه ویشتمه د ملګرو ملتونو په غونډه کې خبرې کېږي. په راپور کې راځي چې په افغانستان کې له مارچ میاشتې راهیسې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده. په راپور کې پر طالبانو یو ځل بیا غږ شوی دی چې باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي. ګوتریش د افغانستان وضعیت د جګړو او کرونا د خپرېدو له امله خراب بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي، جګړه ختمه شي او روان بحران پای ته ورسېږي.
































