په ننګرهار ولایت کې د کانال ریاست په پام کې لري، چې پر ۱۱۰ جریب ځمکه د مالټو بڼ جوړ کړي. د یاد رياست مسوولين وايي، دا بڼ په داسې ځمکه جوړېږي، چې په تېرو څلویښتو کلونو کې ترې هیڅ راز ګټه نه وه اخېستل شوې او د سېلابونو او اورښتونو له امله هم سخته زيانمنه شوې وه، چې اوس د دوو خصوصي شرکتونو له خوا پرې د شاوخوا ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت دمالټو بڼ جوړیږي. د کانال رياست مسوولين وايي دوی هڅه کوي چې د خصوصي سکټور په مرسته په ننګرهار ولایت کې پر هغو زرګونه جریب ځمکو هم د مالټو بڼونه جوړ کړي، چې تر اوسه ترې ګټه نه ده اخیستل شوې او همداسې شاړې پرتې دي. د دوی په خبره چې د دا ډول ځمکو ابادول به مو هېواد په ځانبسیاینې ته نژدې کړي.
































