د امو سیند د نفتو د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه چینایي شرکت ترمنځ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د کابینې د یو شمېر غړو او د چین د سفیر په حضور کې لاسلیک شو. په دې قرارداد کې ۲۰ سلنه افغان حکومت شریک دی او ۱۵ سلنه به حق الامتیاز ورکول کیږي، چې راتلونکې کې به ۷۵ سلنې ته پورته شي. په دې پروژه کې به ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې ټول به افغانان وي او د نفتو پروسس به یې هم افغانستان کې کیږي. د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست زیاتوي، چې د یاد قرارداد پر بنسټ، د تېلو او نفتي توکو پروسس به په افغانستان کې تر سره کېږي او د قرارداد د مفادو له مخې په اول کال کې قراردادي شرکت ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي چې په ۳ کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي. د یاد قرارداد د لاسلیک مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، وویل په وروستي کال کې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شوي او د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره دوامدارې هڅې روانې دي. نوموړي له یاد چینايي شرکت څخه وغوښتل چې استخراجي چارې د نړیوالو معیارونو سره سمې پر مخ یوسي او د سیمې خلکو ته عام المنفعه خدمتونه برابر کړي. په کابل کې د چین سفیر، وانګ یو، د قرارداد په لاسلیک سره خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دغه قرارداد د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره ډېر مهم دی.
































