د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستيال مارکس پوتزل یو ځل بیا ویلي چې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز پرېکړه به ټول افغانان زیانمن کړي. پوتزل د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه ویلي چې یاده پرېکړه د افغانستان لپاره د مهمو بشري مرستو بهیر ګډوډوي. پر همدې مهال د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي چې حکومت یې د ښځو د زده کړو او کار لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کار کوي. نوموړي ویلي چې دیني او عصري زده کړې د هر افغان حق دی. د ا.ا سرپرست حکومت د شاوخوا یوې میاشتې راپدېخو په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې په هېواد دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه رامنځته کړه.
































