د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارتودکس مسیحیانو د کرسمس په مناسبت په اوکراین کې ۳۶ ساعته اوربند اعلان کړ. دا په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته لومړی اوربند دی. د روسیې د ارتودکس مسیحیانو مشر اسقف کریل د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د کرسمس په مناسبت اوربند اعلان کړي. اکثریت ارتودکس مسیحیان، چې په اوکراین او روسیې کې اوسېږي، د جنورۍ په شپږمه او اوومه کرسمس لمانځي. اوکراین مخکې د لوی اسقف کریل دا غوښتنه رد کړې وه خو د روسیې د دغه اوربند په اړه یې لا څه نه دي ویلي. د اوکراین د ولسمشر مشاور میخایلو پودولیاک د روسیې د ارتودکس کلیسا د جګړې سرچینه بللې او ویلي دي چې د اوکراینیانو ډله ایزې وژنې او د روسیې د نظامي کولو چارې یې هڅولې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې د اوربند اعلان د جګړې لپاره د تازه نفس اخیستلو لپاره پلمه بللې ده.
































