د ترکیې ولسمشر وایي د هېواد اقتصادي وده یې خورا چټکه وه، خو کرونا ویروس هر څه بدل کړل. رجب طیب اردوغان په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، ډېره کمه فاصله پاتې وه چې ترکیه د نړۍ په لسو سترو اقتصادونو کې ودرېږي، خو کرونا سره مبارزې ددغه هېواد روانې اقتصادي ودې ته ضربه رسولې ده. نوموړي ویلي دوی د کرونا د پراختیا پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او په خبره یې د ترکي حکومت هڅې په دې برخه کې د ستایلو وړ دي. په ترکیه کې دمګړی د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۸۶۴۳۹ ته رسېدلې او تر دې دمه یې ۴۹۲۷ کسان په ترکیه کې مړه کړي دي.
































