د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې ویلي چې د افغانستان د ا.ا مشرتابه د دغې ټولنې د جګپوړو دیني عالمانو له پلاوي سره له لیدنې د اوس لپاره بښنه غوښتنې ده. ددغې ټولنې د عمومي منشي ډاکټر علی القره داغي لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د ټولنې د جګپوړو علماوو پلاوی د اسلامي او ورورولۍ اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته روان و. د نوموړي وینا د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد د پلاوي دغه سفر مخکې له دې چې ط البان په ښځو او نجونو د زدکړو او کار بندیز ولګوي پلان کړی وو. القره داغي زیاته کړې چې د جګپوړو علماوو دغه پلاوی کندهار ته روان وو چې د ا.ا له مشر شیخ هبت الله اخوندزاده سره وګوري او په مهمو مسایلو ورسره سلا مشورې وکړي. په دغه خبرپاڼه کې راغلي، ټوله نړۍ په افغانستان کې د نوي اسلامي نظام تجربه له نږدې څاري. ددوی په وینا، د پلاوي بله موخه دا وه چې د افغان ولس د هوساینې په پام کې نیولو سربیره د امارت په مخ د اسلامي هېوادونو او نړیوالو دروازې پرانیزي چې له هغوی سره د پوهنې او نورو برخو کې اړینې مرستې وشي. د افغانستان سرپرست حکومت د مسلمانو علماو نړیوال اتحاد ددې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
































