د ترکمنستان دولتي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر سردار بردي محمدوف په رسمي سفر پیکنګ ته ورسېد. د راپورونو لهمخې، بردي محمدوف به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره نن چین ته د ترکمنستان د ګازو د صادراتو، ټرانزیت، سوداګرۍ، کیمیاوي صنعت او کرنې په ګډون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر مسایلو خبرې وکړي. تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، بردي محمدوف د چین د ولسمشر شي جین پنګ په بلنه دغه سفر پلان کړی دی.
































