د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر په تهران کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره لیدلي دي. اتمر نن د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی. د نوموړي د سفر اصلي اجنډا په یزد ښار کې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژل کېدو پېښې څېړنه بلل شوې ده. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ایران او افغانستان ترمنځ پر اقتصادي، سرحدي، انرژي، اوبو او روغتیایي همکاریو خبرې اترې کړې دي. هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دغه راز په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایطو پر ښه والي هم خبرې اترې شوې دي.
































