د امریکا د فلوریډا ایالت د میامي ښار په یو رستورانت کې د ډزو له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا دا ډزې په ځايي وخت د شپې اته بجې د لیکینګ په نامه یو رستورانت ته څېرمه شوې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې ډزو کې لس تنه ټپيان شوي دي. پولیسو د څو کسانو ټپي کېدل تایید کړي خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی. په دې ډزو کې څوک نه دي وژل شوي. د میامي هیرالډ په نوم امریکايي ورځپاڼې ویلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي. دا ډزې یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې د چهارشنبه په ورځ په ایناک ښارګوټي کې په یو کور کې د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د اتو غړو جسدونه وموندل شول.
































